Monday Jun 18, 2018

محمد نبي هم د اسټرالیا په بېګ باش لوبو کې ښه وځلېد

نوشته شده توسط khaama - Sun Jan 07 2018, 6:46 am

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل هم د اسټرالیا د بېګ باش د کرکټ په لوبو کې ښه وځلېد.

نوموړی چې د مېلبورن رېنېګېډز په لوبډله کې لوبه کوي، تېره ورځ وتوانېد چې د خپل لوبډلې لپاره یو وکټ واخلي او د دې سربیره له ۵۲ منډې جوړې کړي.

له دې سره د مېلبورن رېنېګېډز وتوانید چې خپل سیال ټیم مېلبورن سټارز ته ماتې ورکړي او د نمرو په جدول کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

محمد نبي له ۳۰ توپونو ۵۲ منډې جوړه کړه او  د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

دا په بېګ باش سیالیو کې د محمد نبي لومړۍ نیمه سلیزه وه چې دوو شپږيزو او دوو څلوریزو په مرسته ترلاسه کړه.

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد خان په لومړی ځل د فبروري په میاشت کې د هندوستان په ای پي ایل سیالیو کې لاره پیدا کړل او د حیدراباد سن رایزرز لوبډلې له خوا واخیستل شول.

عیسی خېل د حیدر اباد سن رایزرز له خوا په دیرش لکه هندي کلدارو او راشد خان په ۴۰۰ لکه هندي کلدارو کې اخیستل شوي وه.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید