خانهافغانستانله امریکا څخه د افغان کډوالو ایستل ځنډول شوي 

له امریکا څخه د افغان کډوالو ایستل ځنډول شوي 

له امریکا څخه پاکستان او له هغه ځایه افغانستان ته د افغانانو را ایستلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې د دغه پلان عملي‌ کول د اوس لپاره ځنډولي دي. 

د راپورونو له مخې چې محکمې دا پلان وروسته له هغې ځنډولی چې د امریکا کانګرېس ۶۶ غړو د دغه پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه او د ستنوونکو افغانانو ژوند ته د خطر په اړه یې خبرداری ورکړ. 

که څه هم ټاکل شوې وه چې د روانې نومبر په ۳مه ځینې افغانان له امریکا څخه پاکستان او بیا افغانستان ته وایستل شي، خو د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «ایواک‌افغان» ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان‌ شوې الوتنه ځنډول شوې ده. 

یاد بنسټ د دې پلان د ځنډېدو لامل د امریکايي چارواکو فشارونه بللي او ویلي یې دي چې که دا افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدول شي، ښايي ژوند یې له ستونزو سره مخ شي. 

د ډونالډ ټرمپ حکومت غوښتل چې له امریکا څخه تر ۱۵۰ پورې افغانان لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته ولېږدوي، چې په دې کې ډېر هغه کسان هم شامل وو چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه