د ا.ا ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تمویلوونکو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اتمه غونډه شوې ده.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې دا غونډه پرون (دوشنبه) په مرمرینه ماڼۍ کې شوې، او پکې له تمویلوونکو او نړیوالو موسسو سره د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې لومړیتوبونه شریک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا لومړیتوبونه د اقلیمي بدلونونو د معلوماتي سیستم د فعالولو او پراختیا، د شینکوریزو ګازونو د موجودیت او خپرېدنې د معلوماتو ثبت او نوي کولو، د اقلیم د زیان ارزونې او د چاپېریال ساتنې د څېړنیزو فارمونو جوړولو اړوند وو.
د سرچینې په وینا چې د دې ترڅنګ د نیالګیو کېنول او شنو سیمو پراختیا، د هایدرو کاربونونو د موجودیت او خپرېدنې د معلوماتو راټولول، د اوزون طبقې د تخریبوونکو موادو د راپور ورکوونکي سیستم پیاوړتیا او څارنه هم په دې لومړیتوبونو کې وو، چې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدې لومړیتوبونو په چوکاټ کې برابرې او همغږې شي.
د اسلامي امارت ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې بلخوا د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو هم ویلي چې خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدغو لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.


