خانهافغانستان"پاکستاني چارواکي دې د افغانستان پر وړاندې خپله «ناکامه» تګلاره بدل کړي"

“پاکستاني چارواکي دې د افغانستان پر وړاندې خپله «ناکامه» تګلاره بدل کړي”

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې پاکستان او افغانستان یو بل ته اړتیا لري، او پاکستاني چارواکي باید د خپلې «ناکامې او ګواښوونکې» تګلارې پرځای له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو هڅې وکړي. 

خلیلزاد دا څرګندونې د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودري د هغې ادعا په غبرګون کې کړې چې افغانستان یې د یوې غیردولتي ډلې له لوري اداره کېدونکی بللی دی. 

چودري ادعا کړې چې افغانستان یو دولت نه دی، بلکې یوه غیردولتي ډله یې اداره کوي.  

زلمي خلیلزاد بیا د «احمد شریف چودري» دا څرګندونې د نړیوالو قوانینو له مخې ناسمې بللې او ویلي یې دي چې افغانستان چې افغانستان د پاکستان له جوړېدو څو پېړۍ مخکې یو دولت و.

خلیلزاد تر دې مخکې هم بار بار له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې له خپلو پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي، او همداراز د افغانانو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

نوموړي پر افغان خاوره د پاکستاني پوځ هوایي بریدونه هم غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د یادولو ده چې پاکستاني چارواکي بار بار د افغانستان پر وړاندې دا ډول پاروونکې څرګندونې کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه