د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې له مخې یې امریکا غواړي ځینې افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي.
د دغه وزارت ویاند، حافظ ضیااحمد په اېکسپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د خپلو ټولو اتباعو د حقونو، ساتنه خپل مسؤولیت ګڼي او ټینګار کوي چې له افغان اتباعو سره، د نړۍ په هره برخه کې، باید د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او د انساني کرامت د درناوي پر بنسټ چلند وشي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې اسلامي امارت له امریکا غواړي چې په دې تړاو له مسؤولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او د افغان اتباعو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوهاړخیز تفاهم، لازمې همغږۍ او د اړوندو اشخاصو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي: “افغان لوری چمتو دی چې د موجودو واقعیتونو په درک او د دواړو خواوو د مشروع اندېښنو په پام کې نیولو سره، په دې برخه کې عملي او پر متقابل تفاهم ولاړ تعامل وکړي.“
اسلامي امارت ټینګار کړی، هېوادونو ته نه ښایي چې د بل هیواد د اتباعو د برخلیک په اړه د لنډمهاله محدودو امتیازاتو یا نورو ملاحظاتو په موخه معامله وکړي او په خپلو پرېکړو او اقداماتو کې، انساني کرامت، حقونه او منل شوي اخلاقي او بشري معیارونه زیانمن کړي.


