ټولګټو وزارت وایي چې په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې – ارګون ۵۰ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغوونې چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې دا پروژه د ۲۵ میلیون ۳۰۱ زره افغانیو په لګښت له خصوصي سکټور سره قراداد شوې ده او عملي چارې یې پیل شوې دي.
حقشناس لیکلي چې په دغه پروژه کې د سړک د فرش د ترمیم تر څنګ د ۸ پایو پلونو، ۱۱ پایو پلګوټو او ۲۰۰ متره سړک غاړې ویالو د ترمیم او بیارغوونې چارې شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې چارې به د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو وزارت ویاند همداراز ویلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د هېواد ډېرو سړکونو د جوړولو او رغولو کارونه روان دي چې د ځینو چارې یې بشپړېدو ته هم نږدې شوې دي.


