خانهنړۍامریکا کې د شخصي الوتکې د نسکورېدو له امله نهه کسان وژل...

امریکا کې د شخصي الوتکې د نسکورېدو له امله نهه کسان وژل شوي 

بهرنیو رسنیور راپور ورکړی چې د امریکا فلوریډا ایالت په سوېل کې یوې شخصي الوتکې له نسکورېدو وروسته اور اخیستی او نهه کسان پکې وژل شوي دي.

د فاکس نیوز په راپور کې راغلي چې  دا پېښه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له مار-ا-لاګو استوګنځي څخه شاوخوا نهه مایله لرې په یو استوګنیزه سیمه کې شوې ده. ‎

د راپورونو له مخې چې تر اوسه د دې الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی روښانه شوی، خو ویل کېږي چې د دې پېښې پرمهال سخت باران، باد او تالنده برېښنا شته وو.

د راپورونو له مخې چې دا الوتکه د ټېکساس ایالت له اسټن-برګسټرم نړیوال هوايي ډګر څخه د باهاماس د شمالي الوتېرا هوايي ډګر پر لور روانه وه.

بلخوا چارواکو ویلي چې خلک دې د پېښې ځای ته له ورتګ ډډه وکړي.

په ورته مهال په ټولنیزو پاڼو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې الوتکه له نسکورېدو سره سم اور اخلي او اور او لوګی ترې پورته کېږي.

تر اوسه د دې الوتکې د سورلۍ په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر دې مخکې هم د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د الوتکو د نسکورېدو زیاتې پېښې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه