د ا.ا کډوالو چارو وزارت وایي چې د یاد وزارت د دفتر رییس، سعید احمد بنوري په مشرۍ د دغه وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د ترکيې په استانبول کې له بنکلیچ مېشتغالي لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې سفر په ترڅ کې د بنکلیچ د کډوالو عمومي مدیر، یعقوب سلطان او نورو اړوندو مسوولینو سره هلته د افغان کډوالو په اړه ناسته کړې ده.
د دې ناستې پرمهال د مېشتغالي مدیر د کډوالو ساتنې لړۍ، خدمتونو، قانوني او غیرقانوني کډوالو شمېر، امنیتي تدابیرو او څارنې په اړه معلومات وړاندې کړي.
بلخوا د اسلامي امارت پلاوي د مېشتغالي د خوب له خونو، د ژبې او حرفوي زدهکړو مرکزونو، روغتیايي کلینیک، فرهنګي، ورزشي او نورو برخو لیدنه کړې، او له کډوالو سره یې د خبرو پرمهال د هغوی شکایتونه او وړاندیزونه اورېدلي دي.
د کډوالو چارو وزارت وایي چې دغه لیدنه ترکیې ته د دوو وزارتونو د ګډ لېږل شوي پلاوي د سفر له موخو (په ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت ارزول، د هغوی د ساتنې له شرایطو خبرېدل، ستونزو او اړتیاوو تعقیب) سره سمه شوې ده.


