د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د انګلستان او سریلانکا په څېر له پیاوړو لوبډلو مخکې شوې او شپږم مقام یې خپل کړی دی.
افغان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړې دي او په پرله پسې سیالیو او لوبلړیو کې یې د بریاوو په ترلاسه کولو سره د لومړي ځل لپاره دغه ستر مقام خپل کړی دی.
افغان لوبډله تل هڅه کوي چې لا غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي، سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي او په نړیوالو درجه بندیو کې لا لوړ مقامونه خپل کړي.
باید وویل شي چې له ملي لوبډلې سربېره افغان ابدالیان په ایمرجېنګ او له نوولس کلنو کم عمره لوبډلو هم په پرله پسې ډول بریاوې ترلاسه کړې دي او پخپلو ډګرونو کې یې د افغانستان غوره استازولي کړې ده چې دغې چارې د یوه غوره مدیریت د شتون څرګندونه هم ثابته کړې ده.


