خانهافغانستانافغانستان نن د استرالیا پر وړاندې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو...

افغانستان نن د استرالیا پر وړاندې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو پایلوبه کې مخ کېږي

افغان لوبډله به نن د افغانستان پرمهال د غرمې ۱۱:۴۰ بجې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په پایلوبه کې د استرالیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته تېره ورځ د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې نن سهار د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په ترڅ کې د یوې غوره توپوهنې په پایله کې عمان ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې د دویمې پرلپسې بریا پر مټ نیمه پایلوبې ته لاره موندلې وه.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه