پر ایران د بیاځلي بریدونو د پیلېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ایران ملي امنیت شورا مشر، محسن رضایي ویلي چې د جګړې پرمهال ښايي تهران د اټومي وسلو د نهخپرېدو له تړون څخه ووځي.
رضايي رسنیو ته ویلي چې هېواد یې تر اوسه د اټومي تګلارې د بدلون په اړه نوې پرېکړه نه ده کړې، او له امریکا سره د مذاکراتو د پیلېدو لپاره د تهران د شرایط منل مهم دي.
د نوموړي په وینا چې که د تهران شرایط ونه منل شي، مذاکراتو ته به حاضر نهشي.
د ایران د ملي امنیت شورا مشر، محسن رضايي همداراز ویلي چې د «مکې تړون» غړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي له ایراني چارواکو سره په خبرو کې د اسرائیلو د ګواښ په اړه اندېښمن وو.
بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي هم ټینګار کړی چې ایراني ځواکونه د نویو او عصري وسلو په ازمایلو سره هر ډول جګړې ته بشپړ چمتووالی لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په تېرو څو ورځو کې یو وار بیا پر ایران د امریکا د بریدونو پیلېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.


