د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه) له زېمبابوې ملي لوبډلې سره د شل اوریزو سیالیو روانې لوبلړۍ درېیمه یا وروستۍ لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دا لوبه نن (پنجشنبه) ماښام ۷ بجې د افغانستان په کوربهتوب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.
د افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ لومړۍ او دویمې لوبې ګټلې وې.
هغه لوبه د افغانستان په توپوهنې پیل شوه او زېمبابوې لوبډلې ته په ټولو اورونو کې ۲۲۲ منډې هدف وټاکل شو.
د توپوهنې پاڼۍ کې افغان لوبغاړي، عظمت عمرزي چټکه سلیزه پوره کړه، اعجاز احمدزي نیمه سلیزه وکړه، او راشد خان په وروستیو اورونو کې څلور سر پر سر شپږیزې ووهلې.
که څه هم د روانې لوبلړۍ د دویمې لوبې پچه زېمبابوې ګټلې وه، خو د توپاچونې پرېکړه یې کړې وه.
بلخوا زیمبابوې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې په وروستي اور کې افغانستان ته وبایلله.
په ورته مهال افغان لوبغاړي د روانې لوبلړۍ دویمې نننۍ لوبې ته بشپړ چمتووالی لري او هیلې شته چې دا درېیمه لوبه هم وګټي.


