د اسراییلو پوځ ویلي چې د حماس د پوځي څانګې قوماندان ایهاب جمیل ابوتقیه په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د اسراییلو پوځ ادعا کړې، چې هغه د جګړې په پیل کې د حماس په بند کې د ۱۲ اسراییلي یرغمل نیونکو په ساتلو کې ښکیل وو.
د اسراییلو پوځ زیاته کړه چې د حماس د پوځي څانګې قوماندان، ابراهیم جهاد محمد ابوعشیبه هم په ورته هوايي برید کې وژل شوی دی. پوځ ویلي چې د حماس دوه قوماندانان په دې وروستیو کې په ملکي وګړو او اسراییلي ځواکونو بریدونه پلانول او هڅه یې کوله چې د ډلې پوځي ځواک بیا جوړ کړي. د اسراییلو پوځ دا کړنې د اوربند څخه د سیستماتیک سرغړونې په توګه بیان کړې.
د یروشلم پوسټ دا هم راپور ورکړی چې د حماس څلور نور غړي په جلا عملیاتو کې په سویلي غزه کې وژل شوي، او په البریج او غزه ښار کې د حماس د وسلو دوه ډیپوګانې په نښه شوي دي.
د ویلو دی چې د اسراییلو پوځ وايي، ځواکونه یې لاهم د غزې په ځینو برخو کې ځای پر ځای شوي او د ګواښونو د شنډولو لپاره هدفمند عملیات دوام لري.
له بلې خوا، فلسطیني سرچینو او د بشري حقونو سازمانونو هم د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو راپورونه خپاره کړي دي.
د یادولو ده چې د اوربند تړون سره سره، په غزه کې امنیتي وضعیت کړکیچن پاتې دی او د وړاندیز شوي سولې پلانونو بشپړ پلي کولو لپاره خبرې اترې له جدي ننګونو سره مخ دي.


