خانهافغانستانافغانستان د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده

افغانستان د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده

افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په نیمه پایلوبه کې سکاټلنډ ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

د افغان لوبډلې په ګټه په توپ اچونه کې ګلبدین نایب او کریم جنت یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د یوې غوره توپ اچونې په پایله کې یې له خپل ۱۲۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه.

افغان لوبډله به سبا د افغانستان پرمهال د غرمې ۱۱:۴۰ بجې د یادو سیالیو په پایلوبه کې د استرالیا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې نن سهار د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په ترڅ کې د یوې غوره توپوهنې په پایله کې عمان ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې د دویمې پرلپسې بریا پر مټ نیمه پایلوبې ته لاره موندلې وه.

په دغه لوبه کې عمان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۶ اورونو کې یې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې غوره توپوهنه وکړه او دغه هدف یې په ۵.۲ اورونو کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۴ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه