خانهافغانستانافغانستان عمان ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده

افغانستان عمان ته په ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده

افغان لوبډلې د هانګ کانګ شپږ اوریزو سیالیو په ترڅ کې د یوې غوره توپوهنې په پایله کې عمان ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې د دویمې پرلپسې بریا پر مټ نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.

په دغه لوبه کې عمان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۶ اورونو کې یې د خپلو ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې غوره توپوهنه وکړه او دغه هدف یې په ۵.۲ اورونو کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او د ۴ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق‌الله پاچا په ۱۰ توپونو ۴۵*، فرمان‌الله ساپي په ۱۱ توپونو ۳۷*، لوبډلمشر ګلبدین نایب په ۷ توپونو ۲۱ او کریم جنت په ۶ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړې او افغان لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د یادولو ده چې افغان لوبډله په دې بریا سره نیمه پایلوبو پړاو ته ورسېده او نن غرمه ۱۲:۳۵ بجې به د یادو سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د دویم ګروپ د لومړي مقام لرونکې لوبډلې پر وړاندۍ د سیالۍ ډګر ته ښکته شي

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه