د ختیځ زون مسوولین وایي چې د ا.ا سرحدي ځواکونو په پچیراګام ولسوالۍ کې د ښځینه وېښتانو درې قاچاقبر نیولي دي.
د اسلامي امارت د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو وياند، وحیدالله محمدي ویلي چې دا کسان د یادې قول اردو د دوهمې سرحدي لوا د شپږم سرحدي کنډک ځواکونو د کشفي راپورونو پر بنسټ د پچيراګام ولسوالۍ په «سرې پنګې سر» سیمه کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، یادو قاچاقبرانو غوښتل چې دا ویښتان په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال کړي.
محمدي ویلي چې دا قاچاقبر د افغان سرحدي ځواکونو له لوري نيول شوي او ژر به قانوني قانوني مرجع ته وسپارل شي.
د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو ویاند همداراز لیکلي چې د یادې قول اردو اړوند افغان سرحدي ځواکونه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه ساحه کې د امنيت تامين سربيره د قاچاق او هر راز غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ چمتو دي او هیڅ چاته د غير قانوني کړنو اجازه نه ورکوي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم له افغانستان څخه پاکستان ته د وېښتانو د قاچاق مخه نیول شوې وه.


