خانهافغانستاند کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان...

د کډوالو او بهرنیو چارو وزارتونو ګډ پلاوي د ترکیې په وان ولایت کې د افغان کډوالو له مېشتغالي کتنه وکړه

د کډوالو چارو وزارت د مقام دفتر ریس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې وان ولایت ته سفر وکړ.

د وان مرستیال والي معراج توپل اوغلو او د کډوالو عمومي مدیر رفات چتین قیا په وان هوايي ډګر کې د یاد پلاوي هرکلی وکړ. هغوی په یوه رسمي کتنه کې د افغان کډوالو وضعیت، دوه اړخیزو همکاریو او د نامنظمې کډوالۍ د کمولو په اړه خبرې وکړې.

بنوري د خپل سفر موخې بیان کړې او د یاد ولایت له مرستیال والي یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د ستونزو په برخه کې له دغه پلاوي او کډوالو چارو وزارت سره همکاري وکړي او ښاغلي اوغلو د زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.

وروسته ښاغلي بنوري وویل، د ا.ا مشر هڅه کوي، چې په کور دننه د کار زمینه برابره کړي، تر څو د نامنظمې کډوالۍ مخنیوی وشي.

دغه پلاوي د افغان کډوالو له مېشتغالي کتنه وکړه، له شاوخوا ۹۰ کډوالو سر یې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

په ورته وخت کې کډوالو د مېشتغالي له روغتیايي، خوړو، فرهنګي او ورزشي امکاناتو خوښي څرګنده کړه.

په دغې کتنه کې مطرح شوي موضوعاتو او وړاندیزونه د وان له مسوولینو سره شریک شول او د کډوالو ستونزو ته پر غوره رسېدنې ټینګار وشو.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه