خانهافغانستانټولګټو وزارت: د ګرشک – موسی‌کلا سړک لومړي لاټ چارې ۵۶ سلنه...

ټولګټو وزارت: د ګرشک – موسی‌کلا سړک لومړي لاټ چارې ۵۶ سلنه بشپړې شوې 

د ا.ا ټولګټو وزارت وایي چې په هلمند کې د ۴۳۲٫۴ میلیون افغانیو په لګښت د ګرشک – موسی‌کلا سړک د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې ۵۶ سلنه بشپړې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټولګټو وزیر، محمد عیسی ثاني په هلمند ولایت کې دې پروژې ته ورغلی او چارې یې له نږدې ارزولې دي. 

ښاغلي ثاني د پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤولینو ته لارښوونه کړې چې د پروژو رغنیزې چارې د ټاکل شویو معیارونو مطابق د لوړ کیفیت لرونکو ساختماني موادو په کارولو او په چټکۍ سره پر مخ یوسي او دغه پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې په اوږدو کې د ۴۸ پایو پلګوټو، دوو واشونو او ۲۰۶ متره استنادي دېوالونو رغول هم شامل دي، چې اوس مهال دغه پروژه د ۵۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.

د ټولګټو وزارت ویاند لیکلي چې همداراز د ګرشک ولسوالۍ بازار سړک پروژه ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې اصلي او فرعي لینونه، منځني ګلدن، د سړک دواړو غاړو ته پیاده‌روونه او سیخ لرونکې کانکریټي ویالې پکې رغول کېږي.

د سرچینې په وینا چې د ټولګټو وزیر همداراز د کندهار – هرات لویې لارې په اوږدو کې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د نوي پل رغنیزې چارې هم ارزولې دي. یاد پل ۳۳۷ متره اوږدوالی او ۱۲متره پلنوالی لري، چې اوس مهال یې د رغونې چارې د ۱۸ سلنه بشپړې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه