خانهافغانستانهېواد کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوې دي

هېواد کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوې دي

د ا.ا عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې سږ کال د پروسږ کال په پرتله د پولیو د پېښو شمېر زیات دی او په ټول هېواد کې د دې وایروس ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.

د کابل ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې د دې پېښو له ډلې ۸ په مرکزي زون او ۲ په کابل کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت مسوولینو دا څرګندونې د کابل ولایت مقام د پولیو واکسین کمپاین کمېټې په غونډه کې کړې، او ویل شوي چې د راتلونکې اوونۍ له ۱۱مې څخه تر ۱۴مې پورې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شي.

سرچینې لیکلي چې په دې غونډه کې د واکسین کمپاین د اغېزمن تطبیق، د ماشومانو واکسین پوښښ د کچې لوړولو، عامه پوهاوي او اړوندو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار شوی دی.

په دې غونډه کې همداراز د کابل ولایت مقام د دفتر رییس له اړوندو ادارو غوښتي چې د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ د واکسین کمپاین په اغېزمن تطبیق کې همکاري وکړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه