په ملګرو ملتونو کې د امریکا د مرستیالې استازې تمي بروس د بشري حقونو د ساتنې او د ښځو او نجونو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د واشنګټن پر ژمنې ټینګار وکړ.
بروس تېره ورځ(سهشنبه، د لړم ۵مه) د ښځو، سولې او امنیت په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل چې ا.ا په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو زدهکړې، کار او مسلکي فرصتونو ته لاسرسی محدود کړی دی، چې په سوله او امنیت کې د ښځو د ګډون په برخه کې د لسیزو لاسته راوړنې یې له منځه وړي دي.
بروس زیاته کړه چې د نړۍ په ډېری برخو کې ښځې او نجونې، په شمول د هغو هېوادونو چې د امنیت شورا لخوا بحث شوي، د تاوتریخوالي له زیاتوالي، کار او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو محدودیتونو، ناکافي ټولنیز خوندیتوب او د زدهکړې له محرومیت سره مخ دي.
هغې ټینګار وکړ چې متحده ایالات د ښځو او نجونو د بشري حقونو او اقتصادي پیاوړتیا دفاع ته ژمن دی او په ټولو ټولنیزو، مدني، سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوی د ګډون حق ملاتړ کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو مرستیالې استازي د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې د ښځو د حقونو په اړه خپلې خبرې او ژمنې په عملي عمل بدلې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر زیاته کړه چې واشنګټن به د “ښځې، سولې او امنیت” قانون په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې په ۲۰۱۷ کال کې تصویب شو.


