خانهافغانستاند خوښیو او ودونو په مراسمو کې د پټاقیو کارول په «مطلق»...

د خوښیو او ودونو په مراسمو کې د پټاقیو کارول په «مطلق» ډول منع شوه

د امر په معروف او نهي له ‌منکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ټولو هېوادوالو، هټۍ‌والو، د پټاقیو واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او هغو ټولو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پټاقیو او ورته توکو په تولید، واردولو، پلورلو، پېرلو، وېشلو او کارولو کې ښکېل دي، خبر ورکوي چې په ودونو، د خوښیو په مراسمو او نورو ورته غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې، ځورونې او رواني ناارامۍ لامل کېږي، له دې وروسته په «مطلق» ډول منع دي.

دغه وزارت نن(سه‌شنبه، د لړم ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خلکو ارامي، هوساینه، رواني امنیت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي، له همدی امله د خوښیو مراسم باید د اسلامي لارښوونو او سپېڅلي شريعت له اصولو سره سم ترسره شي نه دا چې د ځوروونکو کړنو له امله د ماشومانو، ښځو، سپین‌ږیرو، ناروغانو او نورو هېوادوالو د وېرې او ناارامۍ لامل وګرځي.

له همدې امله، له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د دې بندیز په رعایتولو کې له وزارت سره همکاري وکړي او د ودونو او خوښیو په مراسمو کې له پټاقیو او نورو هغو توکو له کارولو څخه چې د خلکو ارامي او رواني امنیت ګواښي، په کلکه ډډه وکړي.

د امر په معروف او نهي له ‌منکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له ټولو هېوادوالو، هټۍ‌والو، واردوونکو، تولیدوونکو او پلورونکو څخه په کلکه غواړي چې خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي او د یادو توکو له تولید، واردولو، پلورلو او وېشلو څخه ډډه وکړي.

دغه وزارت يو ځل بيا ټینګار کوي چې که چېرته له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي او د پټاقیو یا نورو توکو په کارولو سره د خلکو د ځورونې، وېرې او رواني ناارامۍ لامل شي، د نافذه شرعي قوانینو او مقرراتو له مخې به له شرعي او قانوني چلند سره مخ شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه