خانهافغانستاند بُست کلا د تاریخي ودانیو رغنیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې 

د بُست کلا د تاریخي ودانیو رغنیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې 

د ا.ا اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په هلمند ولایت کې د بُست کلا د طاق او څاه تاریخي ودانیو رغنیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال، عبدالرحمن طیبي له یادې پروژې څخه لیدنه کړې ده. 

سرچینې لیکلي چې ښاغلي طیبي د دې لیدنې پرمهال د رغنیزو چارو د مسلکي بشپړولو او د دغو ودانیو د تاریخي اصلیت پر ساتلو ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت لیکلي چې عبدالرحمن طیبي همداراز د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه او د لرغونو سیمو، ودانیو او آثارو د نړېدو، قاچاق او غصب مخنیوی د اسلامي امارت له مهمو مسوولیتونو څخه بللي دي. 

د یادولو ده چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغو دوو تاریخي ودانیو د بیارغولو لپاره نږدې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت کوي، او چارې به یې دوو کلونو کې بشپړې شي. 

د اطلاعاتو او کلتور وزارت همداراز ویلي چې بلخوا په کندهار ولایت کې د ملالې میوندۍ د مقبرې رغولو تخنیکي سروې هم شوې ده.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه