د ا.ا معیار او کیفیت اداره وایي چې د دې ادارې دوه کسیز پلاوي روسیې ته سفر کړی او پهSMIIC عمومي غونډه کې د ګډون لپاره کازان ښار ته رسېدلی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې د معیار او کیفیت ادارې د تخنیکي چارو مرستیال، محمد اصف قانت او د دې ادارې د دفتر رییس، وحید احمد بدري به د اسلامي هېوادونو د معیارونو او میټرولوژۍ انسټیټیوټ (SMIIC) په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون وکړي.
د معیار او کیفیت ادارې لیکلي چې یاده نړیواله ناسته د روان ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې د روسیې په کازان ښار کې کېږي.
د سرچینې په وینا چې په دې غونډه کې به د سازمان د کلنیو فعالیتونو، بودیجې او مالي چارو، اوږدمهاله ستراتېژۍ، د غړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا او راتلونکو پلانونو هراړخیز بحثونه وشي.
د اسلامي امارت معیار او کیفیت ادارې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې د اسلامي هېوادونو د معیارونو او میټرولوژۍ انسټیټیوټ (SMIIC)موخه د غړو هېوادونو ترمنځ د معیاري کولو، د تولیداتو کیفیت لوړولو، د حلال معیارونو یووالي او مصرف کوونکو د حقونو خوندیتوب په برخه کې د ګډو تګلارو پلي کول بللي دي.


