د برازیل اوسنی ۸۰ کلن ولسمشر «لولا ایناسیو لولا ډسیلوا» د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشریزې ټاکنې ګټلې او د پخواني ولسمشر «فلاویو بولسونارو» زوی ته یې ماتې ورکړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې چې د څلورم ځل لپاره د «لولا ایناسیو لولا ډسیلوا» بریا د برازیل ټاکنو ادارې تایید کړې ده.
د راپورونو له مخې چې د برازیل اوسنی ولسمشر ۸۰ کاله عمر لري او دا بریا یې د برازیل په سیاسي تاریخ کې بېسارې بللې شوې ده.
نوموړی داسې مهال د څلورم ځل لپاره د برازیل ولسمشریزې ټاکنې ګټي چې په دغه هېواد کې د بیو لوړېدو له امله د خلکو نارضایتي د پراخېدو په حال کې ده، او څو ځلې د هغه سیاسي دریځ ته سرخوږی هم جوړ شوی و.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په برازیل کې د فساد اړوندو قضیو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
دا په برازیل کې بېسارې ده چې ۸۰ کلن ولسمشر دې د څلورم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې ګټي او خپلو سیالانو ته دې ماتې ورکوي.


