د یمن حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان په پلازمېنه، ریاض کې یې پر «ملک خالد» نړیوال هوایي ډګر تازه توغندیز برید کړی، او همداراز یې د خامو تېلو ځینې پمپ سټېشنونه هم ویشتلي دي.
د حوثیانو ویاند، یحیی سریع ویلي چې دوی پر سعودي عربستان تازه بریدونه د بېپیلوټکه الوتکو په وسیله کړي او ملک خالد نړیوال هوایي ډګر یې په توغندي ویشتلی دی.
د نوموړي په وینا چې پر سعودي عربستان د حوثیانو د وروستیو بریدونو له امله لسګونه سعودي چارواکي وژل شوي دي.
خو تر اوسه د دغو بریدونو له امله د کره مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، او د سعودي عربستان چارواکو هم د دغو تازه بریدونو د تایید یا رد په اړه څه نه دي ویلي.
د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړې له تېرو څو میاشتو راهیسې زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل خونړي بریدونه کړي دي.
بلخوا ځینو هېوادونو په روانه جګړه کې د سعودي عربستان پر ملاتړ اعلامیې خپرې کړې او د حوثیانو بریدونه یې په سیمه کې د ناامنۍ لامل بللي دي.


