د احصایې او معلوماتو اداره وايي چې د روان کال له پیله تر اوسه په کابل کې د الکترونیکي تذکرو د خوشحال خان مېنې وېشڅانګه کې څه باندې ۱۵ زره ۶۰۰ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
یادې ادارې لیکلي چې په دې کې ۱۴ زره ۳۰۰ یې نوې الکترونیکي تذکرې او څه باندې ۱۳۰۰ نورې یې تر وېش وروسته خدمتونو له لارې وېشل شوې دي.
په خبرپاڼه کې د خوشحال خان مېنې الکترونیکي تذکرو وېشڅانګې مدیر، محمد عظیم خپلواک په حواله ویل شوي چې په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ غوښتونکي دې څانګې ته د الکترونیکي تذکرو اړوندو خدمتونو د ترلاسهکولو په موخه مراجعه کوي.
د نوموړي په وینا چې په دې وېشڅانګه کې د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې د تذکرې نوېکولو، د ودونو او د زېږونونو ثبت خدمتونه وړاندې کېږي.
نوموړي له مراجعینو غوښتي چې د الکترونیکي تذکرو د غوښتنې پرمهال دې د فورمونو په ډکولو او نورو اړوندو سندونو کې پوره پام وکړي چې په راتلونکې کې له ستونزو او سرګردانۍ سره مخ نه شي.
بلخوا یو شمېر هېوادوالو ویلي چې الکترونیکي تذکره د اوسني وخت مهم اړتیا او د دولت په کچه د سیستم سازۍ بنسټ دی او په وینا یې چې ټول هېودوال باید الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.


