خانهافغانستانپغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې 

پغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوې 

د ا.ا عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ۵۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي تثبیت شوې ده. 

عدلیې وزارت لیکلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب‌شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د دې ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه کړې چې دا ټوله ځمکه امارتي ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ځمکه کې ۸ قطعې شاملې دي او د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي او هغه یې امارتي تثبیت کړې وه.

د عدلیې وزارت په وینا چې هغه مهال د اشخاصو او افرادو د نه قناعت له امله او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یاده دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

سرچینې لیکلي چې یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه کړې چې دا‎ ټوله ۵۰ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه