خانهافغانستانایران کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ افغانانو ژوند بایللی

ایران کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ افغانانو ژوند بایللی

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۹ افغانان او یو ایرانی مړه شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې دا پېښه پرون (سه‌شنبه) سهار مهال د زاهدان – بم لویې لارې ته څېرمه، د کهورک پوستې په سیمه کې د ټېلر او یو بل موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

تر اوسه د مړو شویو افغانانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې مخکې هم په ایران کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله لسګونه هېوادوالو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپيان شوي دي. 

ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لا هم پکې میلیونونه افغانان د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې ایران سلګونه زره افغانان په جبري توګه را ایستلي هم دي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ترافیکي پېښې د بې‌احتیاطۍ او ترافیکي اصولو د نه‌مراعاتولو له امله کېږي. 

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ترافیکي پېښې له امله ډېره مرګ‌ژوبله لري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه