د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو درېاړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې نن له بنګلهدېش ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
ټاکل شوې چې نننۍ لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې په متحده عربي اماراتو کې پيل شي.
افغان لوبډلې د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له زیمبابوې لوبډلې څخه د ۱۵۸ منډو په توپیر ګټلې وه.
د هغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتي وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۹۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.
په تېره لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل سلیزه جوړه کړه او په ۱۰۲ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه. د نوموړي ترڅنګ ابراهیم ځدراڼ هم بهترینه توپوهنه وکړه او ۹۰ منډې یې جوړې کړې. دغه راز حشمت الله شهیدي ۲۸ او رحمن الله ګربز ۲۵ مندې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ د هغې لوبې په اړه لیکلي چې افغان لوبغاړو د توپ اچونې په برخه کې سیاله لوبډله یوازې په ۱۳۶ منډو له ډګره بهر کړه او د ۱۵۸ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه.
د یادولو ده چې د روانې درېاړخیزه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې زیمبابوې لوبډلې د بنګلهدېش لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.


