خانهنړۍ"پوتین د روسیې د پخوانۍ امپراطورۍ د بېرته رغولو هڅې کوي"

“پوتین د روسیې د پخوانۍ امپراطورۍ د بېرته رغولو هڅې کوي”

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین له اهدافو څخه دي، او په وینا یې چې پوتین د روسیې پخوانۍ امپراطورۍ د بېرته رغولو هڅې کوي.

خلیلزاد دا څرګندونې اوزبیکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» له سفر وروسته کړې، او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې د «مارکو روبیو» د لیدنو هرکلی کړی دی. 

نوموړي ویلي چې که څه هم اوکراین د پوتین د موخو په سر کې دی، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د روسیې په اهدافو کې شامل دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي همداراز چین هم په سیمه کې د سیمه‌ییزې واکمنۍ په لټه کې بللی، او ویلي یې دي چې په دې سیمه کې د روسیې یا چین برلاسي د امریکا مهمې امنیتي ګټې په مستقیم ډول له ګواښ سره مخ کوي. 

د خلیلزاد په وینا چې د امریکا خصوصي سکتور د منځنۍ اسیا اقتصادي ارزښت ته پام اړولی، او په وینا یې چې د خلیج او جنوبي اسیا شریکان هم ورته لیدلوری لري.

د یادولو ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو اوزبیکستان او هند ته خپل سفر پیل کړی او په لړ کې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو له ځینو مشرانو سره ناستې هم کړې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه