د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ په دوام، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر، عاصم به نن تهران ته رسمي سفر وکړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې چې عاصم منیر به د ایران – امریکا د منځګړیتوب ترڅنګ له ایراني چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو او اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
عاصم منیر تر دې مخکې هم څو ځلې ایران ته رسمي سفر کړی او هلته یې له ایراني چارواکو سره د واشنګټن او تهران ترمنځ د ترینګلتیاوو د حل په اړه ناستې کړي دي.
د ځینو رسنیو په راپورونو کې عاصم منیر د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ځانګړی پيغامرسوونکی هم بلل شوی چې وخت ناوخت د امریکا پيغامونه د ایران حکومت ته رسوي.
عاصم منیر داسې مهال تهران ته سفر کوي چې دا مهال د ایران او پاکستان ترمنځ سوداګري له دوو رسمي سرحدونو څخه ځنډول شوې هم ده.
د یادولو ده چې بلخوا د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګئي لاوروف هم تهران ته تللی او هلته یې له بېلابېلو ایراني چارواکو سره ناستې کړې دي.
لاوروف تازه د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي سره خبري ناسته هم کړې او د افغانستان – پاکستان ترمنځ ستونزو ته یې هم پکې اشاره کړې ده.


