د ا.ا اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د بغلان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو اړوند ۱۲ پروژو چارې جریان لري.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژو کې چکډیمونه، استنادي دېوالونه او محافظتي دېوالونه شامل دي.
د اسلامي امارت اوبو او انرژۍ وزارت همداراز لیکلي چې یادې پروژې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې د اوبو د غوره مدیریت، د سېلابونو د شوني زیانونو د مخنیوي، د څښاک او کرنیزو اوبو د چمتوکولو په موخه په سیمه کې پلي کېږي.
تر دې مخکې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د اوبو اړوند د لسګونه پروژو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
بلخوا هېوادوال د اوبو په برخه کې د دا ډول پروژو پلې کول ګټور بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.
د یادولو ده چې په هېواد کې د کوچنیو بندونو یا چکډېمونو جوړول د سېلابي اوبو کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د باثباته ساتلو لپاره ګټور بلل شوي دي.


