د افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې ترمنځ درېاړخیزه کرکټ لوبلړۍ پیل شوې چې دویمه لوبه به یې نن د افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وشي.
ټاکل شوې چې د زیمبابوې او افغان لوبغاړي به نن (دوشنبه) مازدیګر څلور بجې د متحده عربي اماراتو په «شیخ زاید» لوبغالي سره مخامخ شي.
د افغانستان په کوربهتوب د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د بنګلهدېش او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ وشوه، او زیمبابوې لوبډلې وګټله.
د دې درېاړخیزه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې زیمبابوې بنګلهدېش ته د یو کم ۱۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
په ورته مهال افغان لوبغاړي نننۍ لوبې ته بشپړ چمتووالی لري، او ډاډ یې څرګند کړی چې دا لوبه به د افغانستان په ګټه تماموي.
بلخوا د ټولنیزو پاڼو یو شمېر کاروونکو هم د دې یو ورځنۍ لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې سکواډ ښه بللی او هیله یې ښودلې چې د روانې درېاړخیزې لوبلړۍ دویمه لوبه به افغان لوبغاړي وګټي.
د یادولو ده چې دا ډول لوبلړۍ د افغانستان لپاره ګټورې تمامېږي او کرکټ مینهوال هم غوښتنه لري چې د افغانستان کرکټ لوبډلې لپاره باید ورته لوبلړۍ زیاتې شي.


