خانهافغانستاند یوناما نوی مشره کابل ته راغلې او په رسمي ډول یې...

د یوناما نوی مشره کابل ته راغلې او په رسمي ډول یې کار پیل کړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان وکړ چې د دې ادارې نوې مشره رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او په رسمي ډول یې خپل ماموریت پیل کړی دی.

یوناما نن(یکشنبه، د تلې ۲۶مه) دا اعلان وکړ، ویې ویل چې میرمن فاطمه په ډیپلوماسۍ او ملکي خدماتو کې له ۳۰ کلونو څخه زیاته تجربه لري.

افغانستان ته له رسېدو دمخه، د یوناما نوې مشرې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د متحده عربي اماراتو، هند او تاجکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره ولیدل، او د افغانستان د وضعیت، د ثبات او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه یې بحث وکړ.

رباب فاطمه د قرغزستان د ډیپلوماتې روزا اوتونبایوا ځای ناستی شوه.

هغې مخکې په جاپان کې د بنګله دیش سفیره او د کډوالو د نړیوال سازمان سیمه‌ییزه استازې وه، او د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې کمیسیون مشره لومړۍ ښځه وه.

میرمن فاطمه د متحده ایالاتو د ټفټس پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د ماسټرۍ سند لري.

افغان ښځینه کارکوونکو ته له یو کال څخه زیات وخت لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې. تمه کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) نوې مشره رباب فاطمه به د ا.ا له چارواکو سره د افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په اړه د بلې هرې موضوع په اړه مستقیمې خبرې اترې وکړي.

ملګرو ملتونو په وار وار ویلي چې د سیمه‌ییزو ښځینه کارکوونکو کمښت د فعالیتونو پروسه او د بشري مرستو چمتو کول اغېزمن کړي دي؛ ځکه چې اړمنې ښځې باید وکولی شي هغه خدمات ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري.

د افغان ښځینه کارکوونکو بېرته کار ته راستنېدل او د ا.ا چارواکو ته قناعت ورکول چې دا محدودیت لرې کړي، به په افغانستان کې د میرمن فاطمې سره د هغې د ماموریت په جریان کې یو له لویو ننګونو څخه وي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه