خانهافغانستاناقتصادي معاونیت: پکتیکا کې د عمومي روغتون جوړېدو پروژه منظور شوه

اقتصادي معاونیت: پکتیکا کې د عمومي روغتون جوړېدو پروژه منظور شوه

د ا.ا رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وایي چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۷ میلیون افغانیو په لګښت د یو عمومي روغتون جوړولو پروژه منظور شوې ده.

اقتصادي معاونیت په اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد روغتون په شپږ جریبه ځمکه د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړېږي، او له ۳۰ څخه تر ۵۰ بسترونو ظرفیت به ولري. 

د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت له لوري دا پروژه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې منظوره شوې ده.

د اسلامي ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پرون (شنبه) خبر ورکړی و چې په هلمند ولایت کې د شاوخوا ۵۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړېږي.

اقتصادي معاونیت لیکلي وو چې یاد روغتون په ۵۰ جریبه ځمکه کې د دریو کلونو په موده کې د اسلامي امارت له لوري جوړېږي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون وروستۍ غونډه منظور شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه