د سعودي عربستان په «نجران» سیمه کې د یوې کشفي چورلکې د نسکورېدو له امله دوو پوځي افسرانو ژوند بایللی دی.
د یمن حوثیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف ویلي چې د سعودي عربستان د ملي ګارد وزارت اړوند دغه «AH-6i» ډوله کشفي چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله نسکوره شوې او دوه پوځي افسران پکې مړه شوي دي.
دغه ایتلاف د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرې څه مودې راهیسې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه روانه ده او دواړه لوري یو پر بل خونړي بریدونه کوي.
ځینو کارپوهانو اټکل کړی چې د سعودي عربستان دا چورلکه ښايي د یمن حوثیانو د بریدونو له امله نسکوره شوې وي.
د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه او خونړي بریدونه له تېرو څو اوونیو راهیسې زیات شوي دي.
تازه د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي ویلي چې هېواد یې په روانه جګړه کې له سعودي عربستان څخه ملاتړ او دفاع ته چمتو دی.
نوموړي ویلي چې مصر پر کوم هېواد د برید اراده نه لري، خو وایي د سعودي عربستان ملاتړ ته چمتو دي.


