خانهنړۍد خیبر پښتونخوا وکیلان د کار نه‌کولو اعتصاب کوي

د خیبر پښتونخوا وکیلان د کار نه‌کولو اعتصاب کوي

خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت په دوام، هلته د وکیلانو شورا پرېکړه کړې چې د پاکستاني حکومت له لوري د روان وضعیت پر ضد به د کار نه‌کولو اعتصاب پیل کړي.

یادې شورا ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت پر ضد به سر له سبا (دوشنبه) په محکمو کې له خپلو چارو لاس اخلي، او د کار نه‌کولو اعتصاب به پیلوي. 

د خیبر پښتونخوا د وکیلانو شورا همداراز له عدلي بنسټونو غوښتي چې د ایالت وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او ټینګار یې کړی چې امنیتي کسان دې امنیتي خلکو ته زیان نه رسوي او ناقانونه عملیات دې نه ترسره کوي.

د راپورونو له مخې چې په خیبر پښتونخوا کې لا هم لاریونونه روان دي، او هلته د والي واکمني او بېړنی حالت اعلان شوي دي.  

بلخوا د پاکستان یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو هم په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت غندلی او د پاکستان پر حکومت یې توندې نیوکې کړې دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې د پاکستاني حکومت له لوري د بېړني حالت اعلانول اصلاً د امریکا د ګټو خوندي کول دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه