خانهافغانستان"د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې ارزول شوې دي"

“د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې ارزول شوې دي”

د ا.ا ټولګټو وزیر، محمد عیسی ثاني د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د اساسي بیارغونې چارې له نږدې لیدلې او ارزولې دي. 

ټولګټو وزارت لیکلي چې په دې ښاغلي ثاني په دغه سفر کې د یادې لوې لارې اړوند د ۹ پایو پلونو د اساسي بیارغونې له چارو څخه هم لیدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې د ټولګټو وزیر سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د یادو پلونو چارې بشپړې شي.

“د یادې لویې لارې د اساسي بیارغونې (کانکريټ اچونې، قیر اچونې، پلونو، پلګوتو، استنادي دیوالونو او ځینو نورو مصنوعي ساختمانونو) چارې دا مهال د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ سره جریان لري.”

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس همداراز لیکلي چې د ټولګټو وزیر د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او قراردادي شرکتونو مسوولینو ته د چارو د چټکتیا او غوره ترسره کېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د یادې لویې لارې د پلان شویو برخو چارې دې د ژمې له را رسیدو مخکې بشپړې کړي.

سرچینې لیکلي چې بلخوا د قراردادي شرکتونو مسوولینو هم ډاډ ورکړی چې د یادو پروژو چارې به په غوره کیفیت او د پلان له مخې په ټاکلي وخت ترسره کړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه