د ا.ا کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې د زابل ولایت په مرکز، قلات کې د نشهيي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دا عملیات د زابل ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د منسوبینو له لوري شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له یادې کارخونې څخه ۱۳۵۰ کیلوګرامه اومان، ۱۰ لیتره تېزاب او ۷۵۰ کیلوګرامه آهک ترلاسه شوي چې له یادې کارخونې سره یوځای وسوځول شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ټنیګار کړی چې په ټول هېواد کې به د نشهيي توکو د هر ډول کاروبار مخه نیول کېږي او هېچا ته به د دغو توکو د کارونې اجازه نه ورکول کېږي.
د ویلو ده چې په تېرو پنځو کلونو کې په نشهيي توکو نږدې ۴۰ زره روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه بېلابېلو مرکزونو ته ور پيژندل شوي دي.


