خانهافغانستانهلمند کې ۳۵۰ بستریز روغتون جوړېږي

هلمند کې ۳۵۰ بستریز روغتون جوړېږي

د ا.ا ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په هلمند ولایت کې د شاوخوا ۵۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړېږي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې یاد روغتون په ۵۰ جریبه ځمکه کې د دریو کلونو په موده کې د اسلامي امارت له لوري جوړېږي. 

د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون وروستۍ غونډه منظور شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتونونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.  

په ورته مهال یو شمېر هېوادوال د روغتونونو جوړېدو ته خوښ دي او له اسلامي امارت غواړي چې خپلو دغو پروژو ته پراختیا ورکړي.

د یادولو ده چې لا هم د هېواد په ډېرو لرې پرتو سیمو کې خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او دا ډول پېښو پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي.  

د اسلامي امارت ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت تر دې مخکې هم په هېواد کې بېلابېلې پروژې منظورې کړې او د ډېرو چارې یې عملاً پیل کړې دي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه