د ایران بهرنیو چارو وزیر، اسماعیل وایي، هېواد یې چمتو دی چې د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ د جګړې پایته رسولو کې همکاري وکړي.
بقايي له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، تهران کولای شي چې د یمن حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ منځګړیتوب او د ترینګلتیاوو د کمولو په برخه کې ډیپلوماټیکې هڅې وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د حوثیانو په بریدونو کې د ایران ښکېلتیا رد کړې او په وینا چې حوثیانو د خپلو ګټو پر بنسټ عمل کوي.
تر دې مخکې د سعودي عربستان ځینو چارواکو پر ایران تور لګولی و چې له یمن سره د بریدونو په کولو کې مرسته کوي، او تهران پکې ښکېل دی.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل مرګوني بریدونه کړي دي.
بلخوا د نړۍ ډېرو هېوادونو د حوثیانو او سعودي په جګړه کې د عربستان ملاتړ کړی او له حوثیانو یې غوښتي چې خپل بریدونه پایته ورسوي.
دغو هېوادونو پر سعودي عربستان د یمن حوثیانو بریدونه د سیمې د ناامنه کېدو لامل بللي دي.


