خانهافغانستانقطر له افغانستان سره د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار کوي

قطر له افغانستان سره د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار کوي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په جینیوا کې د دغه هېواد دایمي ماموریت د افغان کډوالو او راستنېدونکو په اړه د لوړې کچې خبرو اترو کې برخه اخیستې او له افغانستان سره یې د نړیوالو مرستو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

دا غونډه د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د اجرایوي کمیټې د ۷۷مې غونډې په څنډه کې ترسره شوه.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د غونډې په جریان کې، د هېواد ماموریت، د کډوالو د لویې کچې راستنېدو وروسته افغانستان سره مخامخ بشري، اقتصادي او پرمختیایي ننګونو ته په اشارې سره، د نړیوالو مرستو د زیاتوالي او له افغانستان سره د رغنده خبرو اترو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.

د قطر ماموریت د افغان راستنېدونکو لپاره د اساسي خدماتو، سرپناه، تعلیم او کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ماموریت په افغانستان کې د تعلیم، روغتیا او معیشت سکتورونو ملاتړ لپاره د قطر پر ژمنې نور هم ټینګار وکړ او هېواد ته د راستنېدونکو اړتیاوو ته یې د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان سره په تړاو ډیپلوماتیکو هڅو کې هم رول لوبولی دی. دا هېواد د ا.ا او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب کړی او د ا.ا او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل په اړه یې د غونډو په جوړولو کې همکاري کړې ده.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه