د خوست ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست وايي، د خوست د بېسرحده روغتون مخې ته د یوې مېرمنې د زېږون په اړه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي مطالب له واقعیت سره سمون نه لري.
د خوست ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست په وینا، د موضوع د څېړلو لپاره د یوه ځانګړي ګډ پلاوي له ټاکل کېدو وروسته، پېښه په دقیقه توګه څېړل شوې ده.
د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، دغه مېرمن د وینې د لوړ فشار له امله د اړوندې ولسوالۍ له یوه کلینیک څخه د بېسرحده روغتون ته لېږدول شوې وه.
سرچینه زیاتوي، کله چې مېرمن روغتون ته ورسېده او له موټر څخه د ښکته کېدو پر مهال یې روغتیايي وضعیت د لوړ فشار له امله خراب شو او پر ځمکه ولوېده.
د چارواکو په خبره، په همدې وخت کې یو شمېر ښځې د نوموړې شاوخوا راټولې شوې او پرې یې پرده وکړه. ورپسې د روغتون ښځینه ډاکټرانې په بېړني ډول مېرمن روغتون ته دننه کړه او درملنه یې پیل شوه.
د ګډ پلاوي د څېړنو له مخې، د پېښې واقعیت له هغه تعبیر سره ډېر توپیر لري چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.
د خوست ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، د یادې مېرمنې د کورنۍ د یوه غړي ویډیويي وضاحتي کلیپ هم ورسره شته، خو د ټولنیزو حساسیتونو له امله یې له خپرولو ډډه کوي.
د خوست سیمهییزو چارواکو ډاډ ورکړی چې د خلکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او د ناروغانو د درملنې بهیر ته د خنډونو د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
دوی له خلکو او د ټولنیزو رسنیو له چلوونکو غوښتي چې له کره معلوماتو او واقعیتونو پرته د پېښو له ناسم تعبیر او خپرولو ډډه وکړي او د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره له اړوندو مسوولو ادارو سره اړیکه ونیسي.


