د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو د لېږدونکي موټر د چپهکېدو له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.
د حالوش خبري اژانس راپور ورکړ چې دا پېښه پرون (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) سهار شاوخوا څلور بجې د خاش-ایران شهر سړک په “تاغاب” سیمه کې رامنځته شوه.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، د موټر د چپهکېدو له امله ۱۳ افغان کډوال او موټر چلوونکی ټپیان شول.
حالوش لیکلي چې ځینې ټپیان د امبولانس د نشتوالي له امله د پېښې په ځای کې شاوخوا درې ساعته پر ځمکه پاتې شول.
رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې ټپیان د ماښام له ۴:۰۰ بجو څخه تر ۷:۰۰ بجو پورې په ځمکه پاتې وو، او یوازې یوه امبولانس ټپیان روغتون ته په دریو شفټونو کې د یو ساعت په وقفه کې لېږدول، او ځینې ټپیان د مسافرینو لخوا په شخصي موټرو کې لیږدول شوي وو.
د پېښې شاهدانو وویل چې د پېښې ټول ۱۴ ټپیان ډېر سخت ټپونه او زیانونه لکه د لاسونو، پښو، سر او د بدن د نورو برخو ډېری ماتېدل لري.
په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د لیږدونکو موټرو لپاره د ترافیکي پېښو یو دلیل دا دی چې دوی ډېر شمېر مسافر لیږدوي او د موټر ظرفیت څو چنده ډېر دی. هغه موټر چې پرون د ۱۴ مسافرو سره ټکر شوی و معمولا د پنځو مسافرو ظرفیت یې درلود.


