خانهنړۍخیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت؛ لاریونوالو له ځینو پولیسو جامې ایستلې او...

خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت؛ لاریونوالو له ځینو پولیسو جامې ایستلې او وهلي یې دي

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني حکومت پر ضد روان لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، او د پولیسو له لوري شاوخوا ۵۰ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې چې پولیسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړی، او یو شمېر لاریونوال په ډزو ټپيان شوي هم دي. 

په ورته مهال لاریونوالو ځینې دولتي ودانۍ هم سوځولې او د پوځ او پولیسو له لوري لسګونه لاریونوال نیول شوي هم دي. 

بلخوا په ټولنیزو پاڼو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې چې پکې هغه قهرجن لاریونوال لیدل کېږي چې له پاکستاني پولیسو جامې وباسي، او ډبولي یې دي.

په خیبر پښتونخوا کې دغو لاریونونو وروسته له هغې زور اخیستی چې د پاکستاني حکومت له لوري د خیبر پښتونخوا په ۱۲ ولسوالیو کې بېړنی حالت اعلان شو.

بلخوا د پاکستان د یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشرانو هم په خیبر پښتونخوا کې نظامي حالت غندلی او پر ضد یې د لاریونونو د پیلېدو خبرداری ورکړی دی.

تازه د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن ویلي چې د اوسني بېړني حالت یا د والي واکمنۍ تر شا د بل کوم ځواک لاس دی، او د دوی ګوند به یې هم پر وړاندې غلی پاتې نه‌شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه