د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان د قطر بهرنیو چارو له وزیر، محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره په سیمه کې د وروستیو بدلونونو او روان کړکېچ په اړه ټلېفوني خبرې کړې دي.
په دې مکالمه کې د قطر لومړي وزیر له سعودي عربستان سره د خپل هېواد پر بشپړ پیوستون ټینګار کړی او د دغه هېواد د حاکمیت، امنیت او ګټو د ساتنې لپاره یې د ریاض له مشروع اقداماتو ملاتړ څرګند کړی دی.
محمد بن عبدالرحمن آلثاني ویلي چې قطر د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د ټولو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي.
بلخوا د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم روان وضعیت ته په اشارې ویلي چې ستونزې باید د خبرو او ډيپلوماتیکې لارې حل شي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د سیمې پر روان وضعیت ټلېفوني خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو اوونیو راهیسې د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړه پیل شوې او دواړو لوریو یو پر بل خونړي بریدونه پیل کړي دي.


