د ا.ا پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې له تېر یو کال راهیسې د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ هېوادوال مړه او ۱۶۳۴ نور ټپيان شوي دي.
د دې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد ویلي چې په دې موده کې ۴ زره ۴۷۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۷ زره ۶۶۴ نور کورونه په قسمي توګه ویجاړ شوي دي.
نوموړي ویلي چې له تېر یو کال راهیسې د طبیعي پېښو له امله ۲۸ ښوونځي، درې کلینکونه، ۳ زره ۳۰۸ چینې او کاریزونه، ۱۷۴۶ کیلومتره سړکونه، ۹۵ د برېښنا شبکې او ۱۹۵ پُل او پُلچکونه هم ویجاړ شوي دي.
د ښاغلي حماد په وینا چې د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ادارې په تېر یو کال کې د پېښو د مخنیوي او زیانمنو شویو کورنیو ته د مرستې رسولو لپاره اړین اقدامات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن (اکتوبر ۱۳مه) د پېښو او طبیعي ناورینونو د خطرونو کمولو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
ویل کېږي چې دا ورځ د عامه پوهاوي لوړولو، د چمتووالي پیاوړتیا او د پېښو او طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ټولنې ځپلکېدو مخنیوي په موخه نمانځل کېږي.
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د (اکتوبر ۱۳مه) د ۱۹۹۰مې لسیزې په اوږدو کې په رسمیت وپېژندله او په ۲۰۰۹ کال کې «د ناورینونو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ» په نوم وپېژندل شوه.


