د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د افغان او قزاقستاني شرکتونو د استازو ترمنځ د ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د ۱۰ افغان شرکتونو استازو د قزاقستان په «کوستانای» ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اړوند په نړیوال فورم او د کرنیزو ماشینونو او محصولاتو په نندارتون کې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې چې دا پروګرام د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت او په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګریزې خونې په همکارۍ جوړ شوی و چې پکې د ۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي چې د دې تړونونو له جملې څخه د ۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د غنمو او نورو کرنیزو محصولاتو د برابرولو او د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت د اوړو د رسولو تړونونه شامل دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې شوې او دواړه لوري د دغو اړیکو د لا پراخېدو هڅې کوي.


