خانهافغانستانشاوخوا ۷ میلیون افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه...

شاوخوا ۷ میلیون افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر «برهام صالح» وایي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۷ میلیون افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل شوي دي.

صالح ویلي چې په دوی کې ډېری افغانان په سختو شرایطو کې په جبري توګه ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر همداراز ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د خوندي ځای پرځای کولو لپاره دې نړیوال ملاتړ زیات شي. 

دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې ایران او پاکستان د افغانانو جبري ایستل زیات کړي او ډېری راستانه شوي په افغانستان کې له سختو شرایطو سره لاس و ګریوان دي.

بلخوا د کډوالو چارو نړیوالو سازمانونو له ایران او پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو جبري راستنېدل ودروي او افغانان باید په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

بلخوا د ایران او پاکستان حکومتونو ټینګار کړی چې دوی به ټول افغانان خپل هېواد ته لېږي. 

په ورته مهال اسلامي امارت ډاډ څرګند کړی چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدو بهیر په ښه ډول مدیریت کړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه