خانهافغانستاند ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې وروستي بریدونه...

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سعودي عربستان کې وروستي بریدونه وغندل

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان په ریاض او نورو هوايي ډګرونو باندې د وروستیو بریدونو په اړه خواشیني څرګنده کړه.

وزارت د ملکي وګړو د ساتنې په اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ملکي وګړو په ژوند او امنیت باندې هر ډول برید غندي.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د شخړو خپرېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

دغه وزارت له ټولو خواوو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې بحران لا پسې پراخ کړي، او د تاوتریخوالي کمولو او د ملکي وګړو د امنیت ډاډمن کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: “د تاوتریخوالي زیاتوالی او د شخړو خپریدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات ګواښوي. موږ له ټولو خواوو غوښتنه کوو چې له زغم څخه کار واخلي، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت نور هم کړکیچن کړي، او د تاوتریخوالي کمولو او د ملکي وګړو د امنیت ډاډمن کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.”

دا په داسې حال کې راځي چې د یمن حوثیانو په تیرو څو ورځو کې د ریاض نړیوال هوايي ډګر او د سعودي عربستان د تېلو په تاسیساتو بریدونه کړي دي.

په دې بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ټپیان شول. د حوثیانو له خوا دغو پرله پسې بریدونو او نویو ګواښونو په سیمه او نړۍ کې د تېلو د بازار او ملکي هوايي چلند د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه